د طالبانو حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک TTP د پاکستان د پوځ هغه ادعا رد کړې چې وايي، په پاکستان کې د وروستیو حملو پلانونه په افغانستان کې جوړ شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف په یوه خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو حکومت د پاکستان له پرله پسې اعتراضونو سره سره د تروریزم پرضد ګام نه دی پورته کړی.
نوموړي د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې پر چینايي وګړو د حملو په ګډون د ځینو هغو پېښو یادونه هم وکړه چې د ده په وینا د افغانستان په خاوره کې پلان شوي وو.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند دا څرګندونې غیرمسوولانه او له حقیقته لیرې بللي.
عنایت الله خوارزمي بیګا پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د خیبرپښتونخوا په هغه سیمه کې چې د پوځ تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ده، د چینايي وګړو وژل کېدل د پاکستان د امنیتي ادارو کمزوري او یا له بریدکوونکو سره د هغو ملګرتیا ښيي.
خوارزمي وايي چې په دواړو حملو کې مسوولیت د پاکستان د پوځ پر غاړه دی.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند هم د افغانستان له خاورې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د حملو ادعا رد کړې ده.
محمدخراساني په یوه بیان کې ویلي چې د دوی جنګیالي په خپل هېواد کې دننه پر امنیتي ځواکونو او پوځ حملې کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31475